پلعلم (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۵): د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له دغه ریاست سره د نږدې ۱۹۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو توکو مرسته وکړه.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک ته وویل چې دا مرسته د پوهنې وزارت په همغږۍ، د یونیسف له لوري د دغه ولایت د ۲۸۹ ښوونځیو د ۴۱ زره او ۸۸۰ زدهکوونکو لپاره برابره شوې ده.
د نوموړي په خبره، په دې مرسته کې ۲۰۹۲ کېټه درسي توکي شامل دي چې په هر کېټ کې د شلو زدهکوونکو لپاره لس قلمه درسي مواد ځای پر ځای شوي او ټاکل شوې ده چې له لومړي تر پنځم ټولګي پورې زدهکوونکو ته ووېشل شي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، له دې مرستې سره به په ښوونځیو کې د درسي توکو د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري د لوګر د ښوونځیو له زدهکوونکو سره ورته مرستې شوې دي.