کابل (پژواک، اول اسد ۱۴۰۵): د افغانستان د علومو اکاډمي وایي، د پشهیي ژبې الفبا یې د متخصصو پوهانو د یوه کمېسیون له لارې له سره څېړلې او اصلاح کړې او له لیکوالانو، ښوونکو، رسنیو او نورو کاروونکو یې غوښتي چې د دې ژبې د معیاري کېدو او ودې لپاره له اصلاح شوې الفبا څخه کار واخلي.
د افغانستان د علومو اکاډمي په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان د بېلابېلو قومونو ګډ ټاټوبی او د بېلابېلو آریایي ژبو او بډایه فرهنګونو کور دی او د هېواد هر قوم د خپلې ژبې او شفاهي ادبیاتو له لارې د افغانستان د فرهنګي تنوع او ملي شتمنۍ په بډاینې کې ارزښتناک رول لوبولی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پشهیي د هېواد له لرغونو آریایي ژبو څخه ده او زرګونه هېوادوال یې د اړیکو او فرهنګ د ژبې په توګه کاروي. د فرهنګیانو، لیکوالانو، څېړونکو، ویناوالو او لوستو کسانو د غوښتنو او علمي اړتیاوو پر بنسټ، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د متخصصو پوهانو د یوه کمېسیون له لارې د پشهیي ژبې الفبا د علمي او مسلکي اصولو په رڼا کې له سره څېړلې، اصلاح کړې او تر لازمې علمي ارزونې وروسته یې د هېوادوالو د استفادې لپاره وړاندې کړې ده.
د افغانستان علومو اکاډمي هیله څرګند کړې چې د پشهیي ژبې ټول لیکوالان، څېړونکي، ښوونکي، رسنۍ او نور کاروونکي له دې اصلاح شوې الفبا څخه په خپلو علمي، فرهنګي او تعلیمي فعالیتونو کې ګټه واخلي، څو د دغې لرغونې ژبې د معیاري کېدو، ودې او لا پراختیا لپاره ګډ او اغېزناک ګامونه پورته شي.