د افغانستان علومو اکاډمۍ د پشهیي ژبې الفبا اصلاح او تصویب کړه
د افغانستان د علومو اکاډمي وایي، د پشهیي ژبې الفبا یې د متخصصو پوهانو د یوه کمېسیون له لارې له سره څېړلې او اصلاح کړې او له لیکوالانو، ښوونکو، رسنیو او نورو کاروونکو یې غوښتي چې د دې ژبې د معیاري کېدو او ودې لپاره له اصلاح شوې الفبا څخه کار واخلي.


