Language

بدخشان کې د سرو زرو استخراج پر مهال د غونډۍ ښوېدو پنځه کسان مړه کړل

فیض‌اباد (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۵): د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ د اویز کلي په پستاو سیمه کې د یوې خاورینې غونډۍ د ښوېدو له امله پنځه کسان چې د سرو زرو پر استخراج بوخت وو، مړه شوي دي.

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي محمداکرم اکبري وایي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د عبدالباسط، محمدیار، عبدالغفار، عبدالله او محفوظ‌الله په نومونو پنځه کسان مړه شوي دي.

هغه زیاتوي چې قربانیان ټول د دغه ولایت د یاوان ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

اکبری می‌گوید که در این منطقه شمار زیادی از باشندگان محل برای امرار معیشت، با وسایل ابتدایی در داخل تونل‌ها به استخراج طلا می‌پردازند؛ اما به دلیل سست‌بودن خاک و نبود امکانات ایمنی، آنان همواره با خطر لغزش خاک و تلفات جانی روبه‌رو اند.

اکبري وایي چې په دې سیمه کې ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکي د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره، په تونلونو کې د لومړنیو وسایلو په کارولو د سرو زرو استخراج کوي؛ خو د خاورې د سستوالي او د خوندیتوب امکاناتو د نشتوالي له امله، هغوی له ګواښ سره مخ دي.

په ورته وخت کې، د شهربزرګ ولسوال مولوي عبدالـرشید رشاد د پستاو سیمې پر زیان‌مننې په ټینګار سره خبرداری ورکوي چې که جدي پاملرنه ونه شي، په راتلونکي کې هم د ورته پېښو د رامنځته کېدو احتمال شته.

د هغه په خبره، د تلفاتو شمېر تر اوسه پنځه کسان تثبیت شوی او د نورو احتمالي قربانیانو د لټون او موندلو هڅې روانې دي.

تر دې مخکې هم په دې ولسوالۍ کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس همداراز وایي چې مخکې په دې سیمه کې د کانونو شرکتونو فعالیت درلود، خو اوس خلک د سرو زرو د استخراج لپاره له لومړنیو وسایلو سره دې سیمو ته ورځي او ورسره د کندو او سستو خاورو د شتون له امله، د ښوېدو او مرګونو پېښو خطر زیات شوی دی.

چارواکي له خلکو غواړي چې په خطرناکو سیمو کې له فعالیت څخه ډډه وکړي. هغوی د خوندیتوب پر تدابیرو نیولو او د اړوندو ادارو پر لا ډېرې پاملرنې ټینګار کوي.