Language

د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن (پنج‌شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د منظورۍ لپاره ۲۶ پروژې وړاندې شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲.۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې شوې او په څلورو نورو پروژو کې ځینې تعدیلات راوستل شول.

د خبرپاڼې له مخې، منظورې شوې او تعدیل شوې پروژې د مخابراتي تجهیزاتو، سړک جوړونې، د برېښنا د تامین او وېش او یو شمېر نورو پروژو برخې دي چې د اسلامي امارت له خوا تمویلېږي.

همداراز، په خبرپاڼه کې راغلي چې موظفې کمېټې ته دنده سپارل شوې څو د یوې پروژې د تدارکاتو بهیر او بیه وڅېړي او وارزوي.

د خبرپاڼې له مخې، سربېره پر دې، موظفې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د یوې پروژې لپاره وړاندیز شوې بیې له ګټونکو شرکتونو سره وڅېړي او یوه پروژه بیا داوطلبۍ ته وړاندې شوه؛ ځکه ګټونکي شرکت د هوکړه شوې بیې له مخې د پروژې له پلي کولو انصراف کړی و.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې دغه شرکت د دې سرغړونې له امله د محرومیت کمېټې ته ورپېژندل شوی دی.