ژبه

د اسلام‌کلا له بندره شاوخوا ۷۰ ټنه نبشي او نوره بې‌کیفیته اوسپنه مسترد شوې ده

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره خبر ورکوي چې شاوخوا ۷۰ ټنه نبشي او نوداني بې‌کیفیته اوسپنه د اسلام‌‌کلا له بندره اصلي هېواد ته مسترد شوې ده.

یادې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دې اوسپنې له دقیقې ارزونې او معایناتو وروسته، د لازمو معیارونو نه پوره کولو له امله د هېواد بازارونو ته د داخلېدو اجازه ترلاسه نه کړه.

سرچینه کاږي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په شفاف، منظم او جدي ډول دوام لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د خلکو ژوند ته د زیان رسوونکو او غیرمعیاري ټیټ کیفیته توکو د داخلېدو پر وړاندې به هیڅ ډول نرمي ونه ښودل شي.