کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ایران د امریکا د نهه مادهیي وړاندیز په ځواب کې د «جګړې د بشپړې پای ته رسېدو» په تړاو ۱۴ مادهییزه طرحه وړاندې کړې ده او بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ډېر ژر به دغه طرحه وڅېړي.
د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه وړاندیز د ایران له لوري د یوه سیمهییز منځګړي له لارې امریکايي لوري ته سپارل شوی او د سیمې په کچه د جګړو د پای ته رسولو لپاره یو لړ غوښتنې او لارې چارې پکې شاملې دي.
د راپور له مخې، په دې طرحه کې د پوځي تېري نه کولو تضمین، د ایران له شاوخوا د امریکايي ځواکونو ایستل، د سمندري محاصرې پای، د کنګل شوو شتمنیو ازادول، د تاوان ورکول، د بندیزونو لغوه کول، د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړو پای ته رسولو او د هرمز تنګي لپاره د نوي میکانيزم جوړول شامل دي.
د معلوماتو له مخې، په داسې حال کې چې امریکا په خپل وړاندیز کې د دوه میاشتني اوربند غوښتنه کړې وه، ایران د ۳۰ ورځو په موده کې پر وروستي حل ټینګار کړی او د اوربند د غځولو پر ځای یې د جګړې قطعي پای ته لومړیتوب ورکړی دی.
تسنیم زیاته کړې چې ایران اوس د دغه وړاندیز په اړه د امریکا رسمي ځواب ته په تمه دی.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: «ډېر ژر به هغه طرحه چې ایران موږ ته تازه رالېږلې، وڅېړو»، خو زیاته کړې یې ده چې باور نه لري دغه بهیر به وروستي توافق ته ورسېږي.