کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، هرمز تنګي ته نږدې د امریکا پر یوې پوځي کښتۍ وروسته له هغه توغندیز برید شوی چې د ایراني ځواکونو خبرداری یې له پامه غورځولی و.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، دوه توغندي جاسک ټاپو ته نږدې سیمه کې د امریکا پر یوې لویې پوځي کښتۍ لګېدلي دي؛ ویل کېږي چې دغې کښتۍ د ایراني ځواکونو خبرداری له پامه غورځولی و.

په راپور کې راغلي چې دغه امریکايي کښتۍ د دغو بریدونو له امله له حرکت لوېدلې او اړه شوې چې شاتګ وکړي او له سیمې وتښتي.

سرچینه زیاتوي چې ایران له دې مخکې څو ځلې اعلان کړی چې له رسمي اجازې پرته د هرمز تنګي له لارې هیڅ ډول تګ راتګ نه شی کېدای او د دغه خبرداري له پامه غورځول به د وسلهوالو ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شي.

د ایران دولتي ټلویزیون هم ویلي چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو هرمز تنګي ته د «امریکايي - صهیونیستي» کښتیو د ننوتلو مخه نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ نن سهار ویلي وو چې هېواد یې له دوشنبې ورځې هرمز تنګي کې د بندو پاتې کښتیو د ازادولو لپاره اقدام کوي.

په همدې حال کې ایراني پوځي چارواکو خبرداری ورکړی چې د بهرنیو ځواکونو، په ځانګړي ډول د امریکايي ځواکونو هر ډول ننوتل به په هرمز تنګي کې له پوځي غبرګون سره مخ شي.

ویل کېږي چې د جګړې له پیله راهیسې ایران د فارس خلیج په اوبو کې د کښتیو د تګ راتګ لویه برخه درولې چې دې چارې د نړۍ د نفت او ګازو پر لېږد هم د پام وړ اغېز کړی دی.