ژبه

په هرمز تنګي کې اختلال؛ جاپان د اسیا-اقیانوسیه پر پراخو اغېزو خبرداری ورکړ

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۵):د جاپان لومړي وزیر خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي له لارې د نفتو د لېږد بهیر کې د روانو کړکېچونو او نښتو له امله رامنځته شوی اختلال د اسیا-اقیانوسیه پر سیمه «ډېر پراخ اغېز» کړی دی.

د جاپان لومړي وزیر دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ استرالیا ته د خپل سفر پر مهال کړې دي؛ هغه سفر چې پکې دواړو هېوادونو د انرژۍ او مهمو معدني سرچینو په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

د نړیوالو سرچینو په وینا، شاوخوا د نړۍ یو پنځمه برخه نفت او مایع ګاز عموماً د هرمز تنګي له لارې لېږدول کېږي، خو د فبرورۍ میاشتې له وروستیو راهیسې د جګړو له پیل وروسته دا مسیر له جدي اختلال سره مخ شوی دی. همدارنګه، نږدې ۸۰ سلنه دغه انرژي اسیايي هېوادونو ته صادریږي.

د جاپان لومړي وزیر ویلي چې «د هرمز تنګي تړل کېدل به د هند-اقیانوسیه پر سیمه لویې اغېزې ولري» او زیاته کړې یې ده چې جاپان او استرالیا به د دې وضعیت د مدیریت لپاره نږدې همکاري وکړي.

په همدې حال کې، د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي هم د سون‌توکو او نفتو د عرضې د ګډوډېدو په اړه د خپل هېواد اندېښنه څرګنده کړې ده.

د راپور له مخې، استرالیا د جاپان شاوخوا یو پر درېیمه برخه د انرژۍ اړتیا پوره کوي او د دې هېواد لپاره د مایع طبیعي ګاز تر ټولو لوی صادرونکی دی.

دواړو هېوادونو همدارنګه د مهمو معدني موادو، لکه ګالیوم، نیکل، ګرافیت او نادرو عناصرو په برخه کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي؛ دا هغه مواد دي چې د الکترونیکي چپسونو، برقي موټرو د بیټرۍ او نظامي تجهیزاتو په تولید کې بنسټیز اهمیت لري.