کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دغه وزارت د خوړو او درملو معین مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د افغان سوداګرو لپاره د درملو وارداتو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه روسیې ته سفر کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس خپره شوې ویلي، دغه سفر د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او ستراتيژیکو همکاریو د پراختیا، د خوراکي توکو او درملو د تأمین او تنظیم، په ځانګړي ډول د افغان سوداګرو لپاره د معیاري، خوندي او باوري درملو او خوراکي موادو د وارداتو د اسانتیاوو رامنځته کولو په هدف ترسره شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفر پر مهال به د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو پلاوی د روسیې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیموونکو ادارو له مسوولینو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.
سرچینه کاږي چې دغهراز به د معیارونو د همغږۍ، د ثبت او راجسټر د بهیر د اسانتیا، د کیفیت د کنټرول، د میکانیزمونو د ښهوالي او د اغېزناکې همکارۍ چوکاټونو رامنځته کولو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په دغه سفر کې په روسیه کې د معتبره درملو له تولیدي شرکتونو لیدنه، د تولیدي ظرفیتونو ارزونه، د درملو د تولید او کیفیت کنټرول برخه کې له پرمختللو ټکنالوجیو سره بلدتیا او د پانګونې برخه کې د ګډو همکاریو د زمینې برابرول د دغه سفر له مهمو موخو څخه دي.
وزارت زیاتوي چې دغه اقدامات به د تجربو تبادلې، د ظرفیتونو لوړولو او د درملو د تولید برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.