چاریکار (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): د پروان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې له تېرو جګړو د پاتې یوې سرګلولې چاودنې له امله یو ۲۰ کلن ځوان وژل شوی او درې ماشومان ټپیان شوي دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو برخې مسوول فضلالرحیم مسکینیار ویلي چې دا پېښه تېره ورځ غرمه مهال د بګرام په باریکاب سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړې، پېښه هغه مهال شوې چې یوه ۲۰ کلن ځوان غوښتل یوه سرګلوله خلاصه کړي چې ناڅاپه یې چاودنه پرې کړې ده.
هغه زیاتوي چې د دې چاودنې په پایله کې یاد ځوان وژل شوی او درې نور کسان چې دوه نجونې او یو هلک پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ویلي چې ټپیان د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د سیمې د اوسېدونکو او امنیتي ځواکونو له لوري په بېړني ډول د بګرام ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي له خلکو غوښتي چې د هر ډول ناچاودو مهماتو او شکمنو توکو په لیدو سره سمدستي امنیتي ادارې خبرې کړي څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.