کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د رییس خلیل الحیه زوی عزام خلیل الحیه د غزې پر ښار د اسرائیل هوايي برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، حماس غورځنګ پر عزام خلیل الحیه برید په کلکه غندلی او دا یې د فلسطین د مقاومت پر سیاسي دریځ او ارادې د اغېز لپاره د اسرائیل هڅه بللې ده.
حماس په یوه اعلامیه کې ویلي چې «د اسرائیل جنایتونه» به هیڅکله فلسطیني مذاکرهکوونکي دې ته اړ نه کړي چې له خپلو اصولو، سیاسي دریځونو او د فلسطین د ملت له حقونو تېر شي.
د راپورونو له مخې، عزام خلیل الحیه د چهارشنبې په ماښام د غزې ښار پر الدرج سیمه د اسرائیل په هوايي برید کې ټپي شوی و او نن یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د الشفاء روغتون یوې سرچینې الجزیرې ته دغه خبر تایید کړی دی.
حماس دغهراز ټینګار کړی چې د بریدونو دوام او د مقاومت د مشرانو د کورنیو غړي په نښه کول به د فلسطینیانو اراده کمزورې نه کړي او د اسرائیل پر وړاندې به د دغه غورځنګ پر دریځ اغېز ونه لري.