ژبه

سعودي عربستان او روسیه د هرمز تنګي پر وضعیت او د ایران او عربي هېوادونو پر اړیکو غږېدلي

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): د روسیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو، د هرمز تنګي له لارې پر ازاد تګ‌راتګ، د تاوتریخواليو له زیاتېدو پر مخنیوي او د ایران او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کېدو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود ټیلیفوني خبرې کړي او ویلي یې دي چې په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ‌راتګ هغه نظام دې بیا رامنځته شي د فبرورۍ تر وروستیو مخکې نافذ و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «د خبرو اصلي تمرکز د هرمز تنګي او شاوخوا سیمې پر وضعیت و. دواړو لورو د تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو د مخنیوي او د روانو ډیپلوماتیکو اړیکو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ، څو د کړکېچ د هواري د ټولو اړخونو په اړه ژر تر ژره یوه اوږدمهاله هوکړه ترلاسه شي.»

ټاس د یاد وزارت په حواله لیکلي چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو «د ایران او عربي شاهي هېوادونو ترمنځ د هر اړخیزو او اوږدمهالو اړیکو د عادي کېدو لپاره د هڅو د بیا پیل مناسب‌والی» هم یاد کړی دی.

د راپور له مخې، روسي لوري یو ځل بیا چمتووالی ښودلی چې د ټولو ښکېلو لورو د ګټو په پام کې نیولو سره په دغو برخو کې د پرمختګ لپاره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د هرمز تنګي شاوخوا وضعیت د ایران او امریکا د متقابلو بریدونو له ادعاوو وروسته ترینګلی شوی دی. واشنګټن ویلي، ایراني ځواکونو په سیمه کې د امریکايي جنګي بېړیو د برید هڅه کړې، خو تهران امریکا د اوربند پر ماتولو او په هرمز تنګي کې پر کښتیو د بریدونو تورنه کړې ده.