ژبه

حنفي: غواړو د تخنیک او کرنې برخو کې د اوزبېکستان له تجربو ګټه واخلو

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د اوزبېکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پارلمان له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان لېوالتیا لري څو د تخنیک او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اوزبېکستان له تجربو ګټه واخلي.

د ریاست‌الوزرا د دفتر لوی ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د اوزبېکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پارلمان له رییس امان بای اورینبایوف او مل پلاوي سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د پانګونې مناسبو فرصتونو او د همکارۍ مثبتې فضا ته په اشاره ویلي چې سراسري امنیت او سوداګرو او پانګه ‌والو ته رامنځته شوې اسانتیاوې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې کړي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان غواړي د تخنیک او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اوزبېکستان له تجربو استفاده وکړي.

حنفي ټینګار کړی چې افغانستان او اوزبېکستان اوږدمهاله دیني، تاریخي، فرهنګي او ټولنیزې ګډې اړیکې لري چې باید لا پیاوړې او پراخې شي.

هغه ویلي، اسلامي امارت تل له ټولو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه اوزبېکستان سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.

بلخوا، د خبرپاڼې له مخې، امان بای اورینبایوف ویلي: «زموږ سیمه بېلابېلې سرچینې لري چې منرالونه، سمنټ، اهک، نفت او ګاز پکې شامل دي.»

هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ټاکل شوې نن په مزارشریف ښار کې د افغانستان او قره‌قالپاقستان جمهوریت ترمنځ سوداګریزه خونه پرانیستل شي چې د دواړو لورو ترمنځ به د لا ډېرو همکاریو زېری وي.

نوموړي ویلي: «موږ کولای شو د خامو موادو د پروسس په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړو او له افغانستان سره نږدې سوداګریزې اړیکې ولرو.»

هغه څرګنده کړې چې د قره‌قالپاقستان جمهوریت سوداګرو او پانګه‌والو ته ځانګړي شرایط او امتیازات، لکه د مالیې تخفیف، برابر کړي او د افغان سوداګرو او پانګوالو له فعالیتونو هرکلی کوي.