کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د پاورلفټینګ ملي لوبغاړو د بلاروس نړۍوالو سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو او یو د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ورزشکارانو د «پاورلفټینګ ۲۰۲۶ نړۍوال جام سریز» سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه اخیستي دي.
سرچینې لیکلي، په دغو سیالیو کې فواد شرينسخن، جابر شرينسخن، نوراحمد سخيزاده او میرویس رفيعزاده د سر زرو مډالونه؛ روحالله خيراندېش د سپینو زرو او حمیدالله حکیمي د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
په یادو سیالیو کې له افغانستانه شپږو ورزشکارانو او یوه روزنکي ګډون کړی و.
د یادونې ده، یادې سیالۍ د لسو هېوادونو په ګډون د بلاروس په کوربهتوب د روانې مې میاشتې په شپږمه پیل شوې وې او پرون پای ته ورسېدې.