کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وایي چې هېواد ته د بېکیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي په دوام، د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي له بندره یې نږدې ۵۳ ټنه ساختماني توکي بېرته ګرځولي دي.
یادې ادارې نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ګرځول شوي ساختماني توکي ۵۲،۸ ټنه نبشي اوسپنه وه.
د خبرپاڼې له مخې، دغې اوسپنې له اړینو ازموینو او څېړنو وروسته له داخلي معیارونو سره د نه سمون له امله د هېواد بازار ته د داخلېدو اجازه ونه مونده او بېرته صادروونکي هېواد ته وګرځول شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ساختماني موادو د کیفیت تثبیت او کنټرول نه یوازې د ساختماني پروژو او د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره مهم رول لري، بلکې د لویو اقتصادي زیانونو او د زیربناوو د تخریب مخه هم نیسي.
د معیار او کیفیت ادارې همدارنګه ټینګار کړی چې د وارداتي توکو د څارنې بهیر به په دوامداره، شفافه او مسلکي توګه روان وي، څو د بېکیفیته اجناسو د واردېدو مخه ونیول شي او د سالم، باوري او رقابتي بازار زمینه برابره شي.