ژبه

د کوېټې چاودنه کې ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۵۰ ډېر ټپیان شوي

توسط احمد صهیب حسرت

مې 24, 2026 - 1:50 pm

Views: 8

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د بلوچستان په مرکز کوېټه کې رېل‌پټلۍ ته نږدې شوې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

رویټرز د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دا چاودنه نن د بلوچستان په مرکز کوېټه ښار کې شوې ده.

د راپورونو له مخې، چاودنې یو باروړونکی اورګاډی له پټلۍ ایستلی او له پېښې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه چاودنه نن سهار د «چمن‌ پاټک» سیمې ته نږدې پر شټل اورګاډي شوې ده. یاد اورګاډی د کوېټې کینټونمنټ له سیمې د اورګاډي تمځای ته روان و.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې له چاودنې وروسته د کوېټې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او ټول ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي د ټپیانو د درملنې لپاره وربلل شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا پېښه په غندلې او ویلي یې دي چې دغه پېښه د بې‌ګناه خلکو د مرګ او د ګڼ شمېر کسانو ټپي کېدو لامل شوې ده.