کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سویلي افریقا د ګاوتینګ ایالت په یوه میخانه کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي؛ پولیس د دې پېښې د اتو شکمنو کسانو په لټه کې دي.
الجزیرې نن (یکشنبه) راپور ورکړی چې دغه ډزې د جوهانسبورګ سوېل لوېدیځ ته د ویدیلا په ښارګوټي کې شوې دي.
د سویلي افریقا د پولیسو په وینا، روغتیايي کارکوونکو د پېښې په ځای کې د ۱۷ کسانو وژل کېدل تایید کړې او د برید انګېزه تر اوسه نه ده روښانه شوې.
پولیس وايي، د دې پېښې په تړاو د اتو شکمنو کسانو په لټه کې دي. د دوی په وینا، دغه کسان په اېکې-۴۷ کلاشینکوفونو او تومانجو سمبال وو.
په راپور کې راغلي چې په دې ډزو کې ۱۵ نور کسان ټپیان شوي دي.
د سویلي افریقا پولیسو تر اوسه د بریدګرو د هویت او د برید د انګېزې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.