ژبه

د ټرمپ او شي لیدنه؛ سوداګریز کړکېچ موقتي درول وغځول شول، مهم اختلافونه پر خپل ځای پاتې دي

Ahmad sohaib

۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۸

Views: ۹

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا او چین د ولسمشرانو په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو کړکېچونو موقتي درول د نورو دوو میاشتو لپاره غځول شوي، خو د تایوان، مصنوعي ځیرکتیا او ایران په څېر مهمو موضوعاتو کې کوم مشخص پرمختګ نه دی اعلان شوی؛ کارپوهان دغه لیدنه د لویو هوکړو د ترلاسه کولو پر ځای تر ډېره د دواړو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ د مدیریت هڅه بولي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې سره لیدلي دي. ټرمپ د چین له ولسمشره په پراخو رسمي مراسمو هرکلی کړی، خو دواړو مشرانو تر دوو ساعتونو کمې خبرې کړي دي.
دغه خبري اژانس زیاتوي، شي له لیدنې وروسته ویلي چې دواړه لوري «ډېرو نویو تفاهمونو» ته رسېدلي؛ خو د لیدنې تر ټولو مهمه څرګنده پایله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو کړکېچونو د لنډمهالي درولو دوه میاشتنی تمدید و؛ هغه بهیر چې ټاکل شوې وه په نومبر میاشت کې پای ته ورسېږي.
د راپور له مخې، دغه هوکړه تېر کال د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د سختو سوداګریزو شخړو یوه برخه درولې وه؛ امریکا پر چینايي توکو ځینې تعرفې راکمې کړې وې او بیجینګ هم د صنعت لپاره د اړینو کمیابه معدني موادو پر صادراتو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي وو.
فرانس پرېس د سنګاپور د نانیانګ ټکنالوژۍ پوهنتون د استاد دیلن لو له قوله لیکلي چې د دغه بهیر تمدید کولای شي «په سوداګریز ډګر کې تر یوه بریده ارامي» رامنځته کړي، خو د هغه په وینا، چین ښایي د اوږدې مودې تمدید غوښتونکی و.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه هم د دواړو لورو د نظر اختلاف پر خپل ځای پاتې دی. شي ویلي، مصنوعي ځیرکتیا باید «تل د انسان تر کنټرول لاندې» وي، په داسې حال کې چې ټرمپ پر دې ټکنالوژۍ د پراخو مقرراتو د وضع کولو له غوښتنو سره موافق نه دی.
دغه خبري اژانس د دیلن لو له قوله زیاتوي، دواړه لوري د مصنوعي ځیرکتیا د ځینو خطرونو په اړه ګډ نظرونه لري، خو د هغو د مدیریت پر څرنګوالي اختلاف لري او «ژوره بې‌باوري او مخ پر زیاتېدو سیالي» په دې برخه کې د یوې مهمې هوکړې احتمال کموي.
د راپور له مخې، د ایران په موضوع کې هم د دواړو لورو اختلاف دوام لري. ټرمپ تر دې وړاندې له چینه غوښتي وو چې له ایران سره د امریکا د شخړې په پای ته رسولو او د کښتۍ چلونې لپاره د هرمز تنګي په بیا پرانیستلو کې مرسته وکړي؛ خو د دغې لیدنې په اړه د چین د رسمي راپور له مخې، شي د امریکا له ولسمشره غوښتي چې جګړه پای ته ورسوي او ژر تر ژره له تهران سره د خبرو له لارې یوې حل‌لارې ته ورسېږي.
فرانس پرېس د هاروارډ پوهنتون د کینیډي پوهنځي د امریکا او اسیا د اړیکو د استاد رانا میتر له قوله لیکلي چې احتمال نه لري چین د دغه بحران د حل اصلي منځګړی شي یا وکولای شي د سیمې له ستونزو څخه د امریکا په ایستلو کې پرېکنده رول ولوبوي.
په راپور کې همداراز راغلي چې شي د تایوان په موضوع کې یو ځل بیا له ټرمپ څخه غوښتي چې له احتیاطه کار واخلي او دا ځل یې له امریکا څخه په څرګنده غوښتي چې د تایوان له خپلواکۍ سره مخالفت وکړي.
فرانس پرېس زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تر دې وړاندې ویلي وو چې تایوان ته د امریکا د ۱۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور بسته درول شوې او تر ارزونې لاندې ده. ټرمپ هم په مې میاشت کې ویلي وو چې تایوان ته د وسلو د پلور موضوع له چین سره په خبرو کې د معاملې د وسیلې په توګه مطرح کېدای شي.
دغه خبري اژانس د بروکینګز موسسې د رایان هس له قوله لیکلي چې د دې لیدنې اصلي اهمیت دا و چې وښيي دواړه مشران کولای شي د امریکا او چین اړیکې د کنټرولېدونکې سیالۍ په چوکاټ کې مدیریت کړي، نه دا چې یوې پراخې هوکړې ته ورسېږي.

فرانس پرېس زیاتوي، د سوداګریزو کړکېچونو د موقتي درولو د تمدید ترڅنګ، چین ویلي چې د تبادلې د پروګرامونو په چوکاټ کې ۱۰۰ زره امریکايي ځوانان دغه هېواد ته د سفر او زده‌کړو لپاره ومني او دوه پانډا خرسونه هم د امریکا د اټلانټا ښار یوه ژوبڼ ته ولېږي.