کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ایران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره اووه ورځنۍ طرحه وړاندې کړې چې د جګړو درول هم پکې شامل دي؛ خو امریکايي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر دغه وړاندیز رد کړی او تمه لري چې د نومبر له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران هوايي بریدونه بېرته پیل شي.
الجزیرې پرون راپور ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دغه پلان په نیویارک کې خبریالانو ته تشریح کړی دی. د راپور له مخې، د ایران وړاندیز د منځګړو له لارې واشنګټن ته رسول شوی او موخه یې د امریکا او ایران ترمنځ د هغې مخکنۍ هوکړې د شرایطو بیا عملي کول دي چې د جون په میاشت کې پرې سلا شوې وه.
الجزیره لیکي، د دغې طرحې له مخې امریکا باید د اوو ورځو په موده کې د تهران ځینې شرطونه عملي کړي، څو د اوربند د خبرو د بیا پیلېدو او د سمندري محدودیتونو د پای ته رسېدو زمینه برابره شي. ټاکل شوې وه چې د اووه ورځنۍ مودې په وروستۍ ورځ د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې سملاسي پیل شي.
الجزیرې د نیویارک ټایمز په حواله لیکلي چې د ایران په طرحه کې د اوو ورځو په موده کې د غزې او لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړو درول هم شامل دي. د راپور له مخې، تهران د لږ تر لږه ۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو، د ایران پر تېلو د لګېدلو بندیزونو د معافیت او د امریکا د سمندري محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه هم کړې ده.
هممهاله، الجزیرې د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د منځګړو له لارې شوې خبرې «مثبتې او رغنده» وې؛ خو نیویارک ټایمز د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي چې واشنګټن د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره بیړه نه لري.
بلخوا، وال سټریټ ژورنال په یوه جلا راپور کې د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې ټرمپ د ایران د «اووه ورځني اوربند» وړاندیز رد کړی او خپلو سلاکارانو ته یې ویلي چې تمه لري د نومبر له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران بمبارۍ بېرته پیل کړي.
په راپور کې دا هم راغلي چې ټرمپ شک لري تهران به د هغه غوښتنې ومني او ویلي یې دي چې هره راتلونکې هوکړه باید د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو لامل شي.
د امریکا او ایران ترمنځ مخکنۍ هوکړه چې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د جون په ۱۷مه لاسلیک شوې وه، د خبرو لپاره یې ۶۰ ورځنۍ موده ټاکلې وه؛ خو دغه هوکړه څو اوونۍ وروسته له منځه ولاړه او د اګسټ په میاشت کې یې موده پای ته ورسېده.