ژبه

په کابل کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون څلور کسان په ډزو وژل شوي

توسط احمد صهیب حسرت

مې 24, 2026 - 5:44 pm

Views: 257

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د کابل امنیه قومانداني وایي چې د سرای شهزاده په سیمه کې د پخواني حکومت پر مهال د ولسي جرګې د غړي، الله ګل مجاهد د زوی احسان الله په ګډون څلور کسان په ډزو وژل شوي دي.
د کابل د امنیه قومانداني ویاند، خالد ځدران پژواک ته وویل، یاده پېښه نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې د سرای شهزاده ترڅنګ رامنځته شوې ده.
هغه وویل: «په پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي؛ یو د الله ګل مجاهد زوی، بل یې ساتونکی، یوه عامه ښځه او یو بل عام وګړی، د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي چې یو د مقابل لوري یو کس په ټپي حالت کې نیول شوی او د الله ګل مجاهد یو وراره هم نیول شوی دی.»
د هغه په خبره، لومړني معلومات ښيي چې پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده