ژبه

په فیلیپین کې د ودانۍ نړېدل؛ ۳ کسان مړه او ۱۷ نور نادرکه دي

توسط هجرت‌الله کاکړ

مې 25, 2026 - 10:28 am

Views: 10

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د فیلیپین په انجلېس ښار کې د یوې څو پوړیزې تر کار لاندې ودانۍ د نړېدو له امله لږ تر لږه درې کسان مړه شوي او ۱۷ نور نادرکه دي.

الجزیرې نن په دې اړه د فیلیپین د اوروژنې ادارې د معلوماتو د مسوولې ماریا لیا سجیلي له قوله راپور ورکړی دی.

د راپور له مخې، له هغو دوو کسانو څخه چې له خاورو را وایستل شول، یوه یې په لومړیو کې د ژوندي پاتې کېدو نښې لرلې؛ خو وروسته یې ساه ورکړه او دویم کس هم تر خښتو او خاورو لاندې د بند پاتې کېدو پر مهال د زړه حملې له امله مړ شو.

د سجیلي په وینا، د ژغورنې کارکوونکي هڅه کوي چې د یو بل کس جسد هم له خاورو او خځلو را وباسي.

د راپور له مخې، د نادرکه شوو کسانو شمېر ۱۷ تنه اعلان شوی چې ډېری یې ساختماني کارګر وو او د پېښې پر مهال په سیمه کې وو.

د فیلیپین د اوروژنې ادارې د معلوماتو مسوولې ویلي چې ښايي تر خاورو لاندې نور کسان هم ژوندي وي؛ ځکه حرارتي سکنونو د تنفس او زړه د درزا نښې ثبت کړې دي.

د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې شاوخوا ۷۰ کسانو په دغه پروژه کې کار کاوه؛ خو ډېری یې د اوونۍ د پای رخصتۍ له امله خپلو کورونو ته تللي وو.