ژبه

په خیبرپښتونخوا کې ترافیکي پېښه؛ ۱۶ مسافر مړه او ۷ نور ټپیان شوي

توسط هجرت‌الله کاکړ

مې 25, 2026 - 2:04 pm

Views: 11

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۵): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې خیبرپښتونخوا کې د سوات پر لویه لار د یوه «فلاینګ کوچ» موټر او مسافروړونکي بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۶ مسافر مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان آج نیوز ټلوېزیون راپور ورکړی چې دغه پېښه نن، دوشنبه، هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافروړونکی بس د سوات پر لویه لار د سړک غاړې ته درېدلی و او یوه «فلاینګ کوچ» موټر له شا ورسره ټکر وکړ.

سرچینې زیاته کړې چې په دې پېښه کې ۱۶ مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې د سیمه‌ییزو پولیسو له قوله راغلي چې مسافروړونکی بس له کراچۍ د بونېر پر لور او فلاینګ کوچ له راولپنډۍ د دیر پر لور روان و چې دا پېښه رامنځته شوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې پېښې لامل د فلاینګ کوچ د چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده.