ژبه

«خلک باید د قربانۍ څارويو د حلالولو او غوښې ساتلو پر مهال روغتیایي سپارښتنې رعایت کړي»

توسط ویدا قلندري

مې 26, 2026 - 9:48 am

Views: 13

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د لوی اختر له رانږدې کېدو سره هم‌مهاله، روغتیایي متخصصان د کریمیا-کانګو وینه‌بهېدونکې تبې (کانګو) د پېښو د احتمالي زیاتېدو خبرداری ورکوي او له خلکو غواړي چې د قربانۍ د څاروي د حلالولو او د غوښې د ساتلو پر مهال روغتیایي سپارښتنې او محافظتي تدابیر رعایت کړي.

د کابل د ملي او تخصصي انتاني روغتون ټرېنر او د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري پژواک ته وویل چې د کریمیا-کانګو وینه‌بهېدونکې تبې ویروس (CCHF) یوه حاده، ساري او کله ناکله وژونکې ناروغي ده چې د کنې د چیچلو له لارې څاروي ته انتقالېږي او د ناروغۍ له نښو پرته د څاروي په بدن کې پاتې کېږي.

د هغه په وینا، دغه ناروغي د ناروغ څاروي یا ناروغ انسان له وینې او د بدن له مایعاتو سره د تماس له لارې سالمو کسانو ته لېږدېږي او په ځینو مواردو کې له ککړو شخصي وسایلو ګډه استفاده هم د انتقال خطر زیاتولی شي.

ده زیاته کړه چې سخته تبه، سرخوږی، د عضلو درد، د غاړې شخوالی، ملا درد، د سترګو سوروالی، د رڼا پر وړاندې حساسیت، زړه‌بدوالی، کانګې، د ګېډې درد او نس‌ناستی د دې ناروغۍ لومړنۍ نښې بلل کېږي.

د هغه په وینا، د ناروغۍ له پرمختګ سره ښايي بې‌خوبي، ژور خپګان، عصبانیت، له پوزې او د غاښونو له وریو وینه‌بهېدنه، وینې لرونکې کانګې او پر پوستکي سرې دانې هم څرګندې شي.

عمري وایي، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۲۰ تر ۱۵۰ د کانګو تبې مشکوک ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کړې چې له ډلې یې ۳۰ تر ۴۰ مثبتې پېښې تشخیص شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په تېر یو کال کې هم شاوخوا ۷۵۰ مشکوک ناروغان د کابل په ملي او تخصصي انتاني روغتون کې بستر شوي وو چې نږدې ۳۰۰ پېښې یې مثبتې تثبیت شوې وې.

نوموړي خبرداری ورکړ چې هر کال د لوی اختر په ورځو کې د څارویو د حلالولو د زیاتېدو له امله، په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم زیاتېږي.

د انتاني ناروغیو دغه متخصص خلکو ته سپارښتنه کوي چې د څارویو د حلالولو پر مهال له محافظتي وسایلو لکه دستکشو، ماسک،  او موزو څخه استفاده وکړي.

هغه زیاته کړه چې له حلالولو وروسته دې څاروی شاوخوا ۳۰ دقیقې پرېښودل شي څو وینه یې په بشپړه توګه ووځي او وروسته دې پوست شي.

د ده په وینا، هغه کسان چې په لاسونو کې ټپونه لري، باید له څاروي سره له مستقیم تماس څخه ډډه وکړي.

عمري زیاته کړه چې د قربانۍ د څاروي غوښه باید په یخچال کې وساتل شي او هغه ځایونه چې د څاروي په وینه ککړ شوي وي، باید په اوبو او ضدعفوني موادو پاک شي.

د هغه په وینا، هغه کسان چې له څاروي یا د قربانۍ له غوښې سره تر تماس وروسته تبه، د سر او بدن درد، زړه‌بدوالی، کانګې یا له خولې او پوزې وینه‌بهېدنه پیدا کوي، باید ژر تر ژره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر هم له خلکو غوښتي چې د کانګو تبې د مخنیوي لپاره د غوښې د برابرولو پر مهال له جلا تختې او چاړې استفاده وکړل شي، د پخلنځي وسایل په ګرمو اوبو او صابون ووینځل شي او غوښه په بشپړه توګه پخه کړل شي.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان هم ویلي چې د لوی اختر په ورځو کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیاتېږي او له همدې امله دغه وزارت د کانګو تبې په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي دي.

د هغه په وینا، د عامې روغتیا وزارت د کرنې وزارت په همکارۍ د څارویو د پلور په بازارونو کې، خلکو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ، د څارویو د دواشیندلو بهیر هم پیل کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی چې د تبې، د بدن درد، زړه‌بدوالي، کانګو او تر پوستکي لاندې وینه‌بهېدنې په څېر نښو د لیدلو په صورت کې باید خلک ژر تر ژره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي او د ناروغو یا پر ناروغۍ مشکوکو څارویو له حلالولو دې هم ډډه وشي.