کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۵): د بیاتي غږونه، د مریو پېیل او د ناوې نیمه جوړ شالونه د هغه کور د ورځني ژوند یوه برخه ده چې اوس پر یوه کوچنۍ تولیدي کارخونه بدل شوی؛ هلته چې حوا رضايي خپل کار یوازې په زر افغانۍ پیل کړ، خو نن یې د ۳۰ نورو ښځو لپاره هم د کار زمینه برابره کړې ده.
حوا رضايي چې د کورنۍ ستونزو له امله یې زدهکړې په دوولسم ټولګي کې نیمګړې پاتې شوې، شاوخوا دوهنیم کاله وړاندې یې یوازې په زر افغانۍ پانګې سره د ناوې د شالونو ګنډلو کار پیل کړ؛ هغه مهارت چې له ماشومتوبه یې له خپلې مور زده کړی دی.
هغې په پیل کې د هټۍوالو په فرمایش په کور کې د ناوې شالونه، د نکرېزو لاسبندونه او کمربندونه ګنډل او په بدل کې یې وجوره ترلاسه کوله، خو له خپل لږ عاید به سپما کولو، شاوخوا یو کال مخکې یې خپله شخصي کارګاه جوړه کړه او د «نگین الماس» برانډ یې ثبت کړ.
حوا رضايي د دغه کار د پیل په اړه وویل: «په پیل کې مې یوازې غوښتل یو کوچنی کار د ځان لپاره شروع کړم، خو مېړه مې راته وویل چې کولای شې د نورو نجونو لپاره هم د کار زمینه برابره کړې. د مېړه کورنۍ مې تشویق کړم او ملاتړ یې وکړ، تر دې ځایه راورسېدم.»
هغه د خپل پرمختګ برخه کې د مېړه د کورنۍ ملاتړ مهم بولي او زیاتوي: «له خواښې سره مې خبرې وکړې، ورته مې وویل چې پیسې نه لرم، هغې د کور د مصرف زر افغانۍ راکړې، ویې ویل، همدا پیسې دي، که کار پیلوې، نو پیل یې کړه.»
هغه د دې لارې له ستونزو هم یادونه کوي او وایي: «ستونزې ډېرې وې؛ داسې ورځې هم وې چې څو شالونه مې بیاتي کړل، خراب شول، بیا مې څو ځلي ګنډل او بېرته مې سپخول، څو سم شول، خو بالاخره بریالۍ شوم.»
د هغې په خبره، اوس توانېدلې چې د ۳۰ ښځو لپاره په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي؛ ښځې کارونه کور ته وړي، هلته یې جوړوي او له بشپړېدو وروسته یې بېرته ورسپاري او خپل مزد ترلاسه کوي.
رضايي وایي، اوسمهال په خپل کور کې اته نجونې د فرمایشي شالونو په جوړولو بوختې دي او نورې ښځې بیا په خپلو کورونو کې کار کوي.
هغه زیاتوي چې کاروبار یې ورځ تر بلې پراخېږي او هڅه کوي د نوو او خلاقو طرحو په وړاندې کولو سره په بازار کې سیالي وکړي او خپل کاروبار لا پراخ کړي.
د حوا رضايي په کارخونه کې د ناوې شالونه، د شیرینيخورۍ لفافې، د ناوې کمربندونه، د نکریزو لاسبندونه او بازوبندونه تولیدیږي. هغه وایي، سره له دې چې د مریو او کریسټال لګښت لوړ دی، خو تل هڅه کوي له باکیفیته توکو استفاده وکړي.
د هغې په خبره، تر ټولو ستونزمن کار یې د عربستان یوې نجلۍ لپاره د سره شال جوړول و چې پکې ایتالکرسي لیکل شوې وه او شپه او ورځ یې پرې کار کړی دی.
موصوف وایي، کله ناکله له بهرنیو هېوادونو هم فرمایشونه ترلاسه کوي او د تولیداتو بیې د ګنډلو او طرحې له مخې له ۲۰۰ تر ۲۰ زره افغانیو پورې وي.
هغه زیاتوي: «هڅه کوم خپل کار پراخ کړم او لویه کارخونه جوړه کړم، څو د نورو نجونو لپاره هم د کار او روزنې زمینه برابره شي.»
په همدې حال کې، مرضیه حبیبي چې د دې کارګاه یوه زدهکوونکې ده، وایي چې اووه میاشتې کېږي پر شال د مرۍ ګنډلو په کار لګیا ده.
هغه زیاتوي: «پخوا مې رسم و نقاشي زده کوله، خو ومې غوښتل یو بل هنر هم زده کړم.»
هغه چې د خپل کار په بدل کې معاش هم ترلاسه کوي وایي، له دغه عاید څخه یې د نقاشۍ د ځینو لګښتونو برخه پوره کړې او له خپلې کورنۍ سره یې هم مرسته کړې ده.