کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۵): کابل ښار کې د خصوصي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي د معاشونو له کموالي، په ځنډ د هغو له حواله کېدو او کاري فشارونو شکایت کوي او وايي، سره له دې چې درسي ساعتونه یې اوږده دي خو معاش یې کم دی چې ان د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې هم نه پرې پوره کېږي؛ هغه موضوع چې د کارپوهانو په باور، د زدهکړو پر کیفیت او ښوونیز نظام پر راتلونکي منفي اغېز لري.
د پژواک خبریال د دغه راپور چمتو کولو لپاره په کابل ښار کې له لسو د ډېرو خصوصي ښوونځیو له یو شمېر ښوونکو سره خبرې کړې دي؛ ټولو د معاشونو له کموالي او د هغو په ځنډ له حواله کېدو شکایت کړی او ځینو یې د مسوولینو پر ناسم چلند هم نیوکې کړې دي.
یوه ښوونکې: احساس مې کاوه له موږ ناوړه ګټه اخیستل کېږي
مریم (مستعار نوم) وايي: «د کال په پیل کې د مکروریانو په یوه خصوصي ښوونځي کې د دري ژبې او کمپیوټر د ښوونکې په توګه وګومارل شوم، خو د مسوولینو او سرښوونکي د بد او تبعیضي چلند له امله چې په دغه ښوونځي کې موجود و، ونه توانېدم دوام ورکړم او خپله دنده مې پرېښوده.»
هغه چې د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي فارغه ده، زیاتوي: «زموږ په ښوونځي کې د ښوونکو معاشونه مساوي نه وو؛ دا معلومه نه وه چې معاش د کوم معیار له مخې ټاکل کېږي؛ ما ته چې تر ټولو لوړ معاش و، ۴۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوی و، حال دا چې د څوارلسم ټولګي یوه ښوونکي ۳۵۰۰ افغانۍ او بل ښوونکي چې شپاړسم پاس و، ۴۰۰۰ افغانۍ معاش یې اخیست.»
هغې دغهراز وویل: «د ټاکل شوي معاش په مقابل کې کاري ستونزې ډېرې وې؛ هره میاشت مې شاوخوا ۱۵۰۰ افغانۍ د لارې کرایه ورکوله، په پیل کې رانه وغوښتل شول چې لومړۍ میاشت بېمعاشه کار وکړم، په دویمه میاشت کې یې هم وویل چې یوازې ۱۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي؛ ځکه په قرارداد کې داسې درج شوي دي؛ احساس مې کاوه چې له موږ څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي او له همدې امله مې ښوونځی پرېښود.»
مریم د ښوونځي د مسوولینو د چلند په اړه زیاته کړه: «سرښوونکي او مدیر له ښوونکو سره ناسم چلند کوي، بلخوا ځیني وخت چې یو ښوونکی له زدهکوونکي سره لږ سخت چلند وکړي، حتماً د مدیر له خوا رټل کېږي؛ زه خپله څو ځلې له داسې حالت سره مخ شوې یم.»
همدارنګه، فروزان محمدي چې د کابل ښار په یوه بل خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده وايي چې له شنبې تر پنجشنبې د سهار له ۶:۳۰ څخه د غرمې تر ۱۲:۳۰ بجو پورې شپږم ټولګي ته د دري، قرانکریم او دیني علومو مضامین تدریسوي.
هغه چې د کمپیوټرساینس له څانګې فارغه ده وايي: «د دغه ښوونځي د ټولو ښوونکو میاشتنی معاش شاوخوا ۲۵۰۰ افغانۍ دی؛ دا معاش له بده مرغه زموږ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو لپاره کافي نه دی، خو د ښو کاري فرصتونو د نشتوالي له امله مجبورې یو دې دندې ته دوام ورکړو.»
هغې له مسوولینو وغوښتل چې د ښوونکو معیشتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، معاشونه یې لوړ کړي او کاري شرایط په ښه او عادلانه ډول برابر کړي، څو ښوونکي وکولای شي د ارام ذهن سره د راتلونکي نسل روزنه وکړي.
له بلې خوا، فرزانه احمدزۍ چې د فقه او قانون او عمومي ارواپوهنې برخو کې د لیسانس سند لري، وايي چې د کابل ښار په یوه خصوصي ښوونځي کې د پښتو، تعلیم او تربیې او قرانکریم مضامین تدریسوي.
هغې وویل: «هغه معاشونه چې په خصوصي ښوونځیو کې ورکول کېږي، زما په نظر د منلو وړ نه دي؛ ځکه هغه فیس چې له زدهکوونکو اخیستل کېږي، تر هغه ډېر لوړ دی چې استادانو ته ورکول کېږي؛ په داسې حال کې چې اوسني معاشونه ان د ښوونکي لومړنۍ اړتیاوې هم نه شي پوره کولی.»
احمدزۍ د پوهنې له وزارته وغوښتل چې د خصوصي ښوونځینو د ښوونکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
کارپوهان: د خصوصي ښوونځیو د ښوونکو ستونزو ته دې رسېدنه وشي
د تعلیم او تربیې برخې کارپوه جمالالدین سلیماني د دغو ستونزو د تایید ترڅنګ وايي: «موږ څو ځلط دغه وضعیت لیدلی او له بده مرغه د معاش او مالي امتیازاتو له امله ښوونکي ان تر فشار لاندې نیول کېږي. دا ۳ تر ۵ زره افغانۍ معاش نه یوازې کافي نه دی، بلکې د خصوصي مکاتبو د تدریس کیفیت یې هم راټیټ کړی دی؛ هغه ښه نوم چې پخوا خصوصي ښوونځیو درلود، اوس یې له لاسه ورکړی دی.»
هغه پژواک ته وویل، دا یوه ستره ستونزه ده او حقوقي اړخ هم لري؛ ځکه د کار قانون شته، کار د مزد په بدل کې وي، خو ښوونکي د قانوني پوهاوي نشتوالي له امله قضایي مراجعو ته مراجعه نه کوي؛ دغه کار پر دوی روحی، رواني او مالي اغېز کوي او هر څه چې د ښوونکي د خپګان سبب شي، د زدهکړو پر کیفیت هم منفي اغېز لري.
هغه زیاته کړه: «زه هیله لرم چې خصوصي ښوونځي دې مسئلې ته پاملرنه وکړي؛ ځکه هر څومره چې تدریسي کیفیت او خدمات ښه وي، تعلیمي بهیر به هم ښه وي.»
په همدې حال کې د حقوقي چارو کارپوه پروېز خلیلي هم وايي چې د داسې ستونزو شتون ښوونیز کیفیت راټیټوي؛ ځکه ښوونکی زړهماتی کېږي.
هغه وايي: «د کار او د کار د اړیکو اساسي اصول، پر ټاکلي وخت د ښوونکو د معاش نه ورکول، ډېر ټیټ معاش ټاکل او غیرمسلکي چلند د کارکوونکو د اساسي حقونو نقض دی. په هر تعلیمي نظام کې ښوونکی یو اساسي او متخصص ځواک دی او کار ورکوونکی مکلف دی چې د هغه حقوق، انساني کرامت او کاري امنیت په پام کې وساتي.»
د خلیلي په خبره، د معاش دوه تر درې میاشتو پورې ځنډ له کاري قرارداده ښکاره سرغړونه ده، سپکاوی یا غیرمسلکي چلند د انساني کرامت او مسلکي اخلاقو خلاف دي او ډېر ټیټ معاش د کار د حجم په مقابل کې د بېعدالتۍ یوه بڼه ده.
هغه وايي چې اقتصادي ستونزې او رواني فشارونه په مستقیم ډول د ښوونکو پر تدریس او رواني حالت اغېز کوي.
هغه زیاته کړه چې دا ستونزې حل کېدای شي، خو قوي ارادې، شفاف نظارت او د اړوندو ادارو همکارۍ ته اړتیا لري.
هغه د پوهنې وزارت مسوول بولي او وايي چې باید پر خصوصي ښوونځیو جدي څارنه وشي.
د مسوولینو ځواب
موږ هڅه وکړه د دغه راپور د توازن لپاره د خصوصي ښوونځیو د مدیرانو یا مسوولینو نظر هم واخلو، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.
خو د کابل ښار د خصوصي ښوونځیو اتحادیې عمومي رییس محمدعظیم میدانوال د دغو ښوونځیو په استازیتوب، پرته له جزئیاتو وویل: «اکثره خلک تورونه هم لګوي.»
هغه زیاته کړه: «څوک چې شکایت لري، مستقیم دې مراجعه وکړي… معاش د ساحې مطابق وي او همدارنګه د ښوونکي کاري تجربه او تحصیلي سویه هم مهم دي.»
په همدې حال کې د پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځیو رییس قاري عبدالباسط حقاني د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل: «پر یوې جامع او بشپړې طرحې کار روان دی، انشاءالله په خصوصي ښوونځیو کې به ټولې ستونزې حل شي.»