کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه د سږني حج د مراسمو په اختتامیه نړیواله غونډه کې ګډون وکړ او د بېلابېلو هېوادونو د حج له وزیرانو او مسوولینو سره يې هم وکتل.
د ارشاد، حج او اوقاف وزارت نن شنبه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دغه غونډه د مکې مکرمې په ښار کې د سږني حج د بهیر د بریالي پای ته رسېدو په مناسبت جوړه شوې وه.
سرچینې زیاته کړې، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر ډاکټر توفیق بن فوزان الربیعة په دې مراسمو کې د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د حج بعثو د مسوولینو له هڅو او اغېزمن مدیریت ستاینه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر د راتلونکي کال د حج لپاره د چمتووالي د پیل خبر هم ورکړی او په دې تړاو یې د لومړنیو ترتیباتو سند او ټاکل شوی مهالویش د بېلابېلو هېوادونو د حج بعثو مسوولینو ته سپارلی دی.
سرچینې ویلي، د ارشاد، حج او اوقاف وزیر ډاکټر نورمحمد ثاقب په یادو مراسمو کې د سعودي عربستان له حکومت، د حج او عمرې وزارت او خدماتي شرکتونو څخه د حاجیانو لپاره د برابر شوو خدمتونو او اسانتیاوو له امله مننه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، هغه د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د حج بعثو له یو شمېر وزیرانو او مسوولینو سره هم لیدلي او د هېوادونو د وضعیت په اړه یې ورسره د معلوماتو تبادله کړې ده.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حج د مراسمو په نړۍواله اختتامیه غونډه کې ګډون کړی