کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي سره په لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو پر حل او د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر، شیخ محمد خالد الحنفي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رئیس او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي عرفات جمال سره وکتل.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، الحنفي ویلي چې اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې له اړوندو ادارو سره ګډې هڅې کړې او د کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې د اړوندو امارتي ادارو ګډ کمېسیون رامنځته کړی دی.
هغه زیاته کړې چې اوس په افغانستان کې ډاډمن امنیت شتون لري او تر بل هر وخت ښه فرصت دی چې افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې شي.
د ده په خبره، په ټولنه کې د ټولو وګړو د شرعي حقونو خوندیتوب د اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د امربالمعروف وزارت، لومړیتوب دی او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د سلګونو زرو وګړو شرعي او اساسي حقونه خوندي شوي دي.
ده ویلي: «اوس د خویندو د شکایتونو اورېدو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې او خویندې کولای شي د ۱۹۱ وړیا شمېرې له لارې په ۲۴ ساعته ډول خپلې ستونزې له یاد وزارت سره شریکې کړي او یاد وزارت ژمن دی چې د هغوی ستونزې واوري او له خپلو حقونو یې برخمنې کړي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ رئیس عرفات جمال هم ویلي چې له ۲۰۲۳ زېږدیز کال راهیسې تر دې دمه شاوخوا شپږ مېلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې د ټول نفوس ۱۵ سلنه جوړوي.
هغه زیاته کړې، دوی هڅه کوي له راستنېدونکو کډوالو سره د نقدي مرستو ترڅنګ د سرپناه په برابرولو او د کوچنیو کاروبارونو په رامنځته کولو کې مرستې وکړي او په دې برخه کې یې له اسلامي امارت سره په ګډه همغږۍ په ځینو ولایتونو کې ځینې پروژې هم پلې کړې دي.
هغه همداراز ډاډ ورکړی چې هڅه کوي د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي او له هغوی سره د مرستو لپاره اړینې مرستې راجلب کړي او نړیوالو ته د افغانستان رښتینی او مثبت انځور وړاندې کړي.