ژبه

نوې څېړنه: داراکسونراسیب د پانقراس سرطان ناروغانو د ژوند موده تر یو کال ډېره زیاته کړې

توسط زرغونه صالحي

جون 1, 2026 - 7:47 pm

Views: 31

امریکايي ساینسپوهانو په یوه تازه څېړنه کې موندلې چې د داراکسونراسیب په نوم د خولې له لارې کارېدونکی درمل کولای شي د پانقراس د پرمختللي سرطان د ناروغانو د ژوند موده نږدې دوه برابره زیاته کړي؛ داسې پایله چې د دې ناروغۍ د درملنې په برخه کې له هیله‌بښونکو پرمختګونو څخه بلل کېږي.

د یوې نوې څېړنې پایلې چې د طب په معتبره مجله New England Journal of Medicine کې خپرې شوې، ښيي چې د پانقراس پرمختللي سرطان ناروغانو ته هره ورځ د داراکسونراسیب درمل ورکول، د عادي درملنو په پرتله د هغوی د ژوند موده نږدې دوه برابره زیاته کړې ده.

د دې څېړنې د پایلو له مخې، هغه ناروغان چې د پانقراس پرمختللی سرطان او د RAS جیني بدلون یې درلود او هره ورځ یې داراکسونراسیب کارولی، په منځني ډول له ۱۳ میاشتو ډېر ژوندي پاتې شوي دي؛ په داسې حال کې چې د عامو درملنو لاندې د ناروغانو د ژوند منځنۍ موده شاوخوا ۶ اعشاریه ۵ تر ۶ اعشاریه ۷ میاشتو راپور شوې ده.

دا څېړنه پر ۱۶۸ هغو ناروغانو شوې چې د پانقراس سرطان یې درلود او تر دې مخکې یې درملنه هم شوې وه. څېړونکي وايي، داراکسونراسیب د RAS د مخنیوي یو خوراکي درمل دی چې کولای شي د یو شمېر ناروغانو په بدن کې د سرطاني تومورونو وده ورو یا مهار کړي.

د دې څېړنې د موندنو له مخې، په هغو ناروغانو کې چې دغه درمل یې د دویم پړاو درملنې په توګه ترلاسه کړي، نږدې په درېیمه برخه ناروغانو کې مثبت غبرګون لیدل شوی دی. دغه راز، د ناروغۍ له پرمختګ پرته د ژوند منځنۍ موده له اتو میاشتو زیاته شوې ده.

څېړونکو ویلي چې د دې درمل جانبي عوارض تر ډېره د پوستکي دانې، نس‌ناستی، زړه بدوالی، د خولې التهاب، کانګې او ستړیا وه. شدید عوارض نږدې په ۳۰ سلنه ناروغانو کې راپور شوي، خو څېړونکو ټینګار کړی چې د دې درملنې ګټې هیله‌بښونکې دي.