کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵): د هندي رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان کال په سپټمبر میاشت کې د درېیو شلاوریزو لوبو لړۍ ترسره شي.
د ټایمز اېف انډیا نن په یوه راپور کې ویلي، دا لومړی ځل دی چې افغانستان د روان کال په سپټمبر میاشت کې له هند سره د درېیو نړۍوالو شلاوریزو سیالیو د لوبلړۍ کوربهتوب کوي.
په راپور کې راغلي چې د دغو لوبو رسمي اعلان لا نه دی شوی خو ټاکل شوې یادې درې شلاوریزې لوبې د سپټمبر په ۱۳مه، ۱۶مه او ۱۹مه ترسره شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاده شلاوریزه لوبلړۍ به د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د افغانستان په کوربهتوب ترسره شي.
دغهراز، د افغانستان او هند کرکټ بورډونو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال په هند کې ده او د روانې جون میاشتې په شپږمه به د هند لوبډلې پر وړاندې په یوازېنې ټېسټلوبه کې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.
همدارنګه له ټېسټلوبې وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د جون میاشتې له ۱۳مې تر ۲۰ مې پورې درې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره شي.