کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د احصایي او معلوماتو عمومي اداره وایي، د روان ۱۴۰۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۵۷۵۶ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.
د احصایي او معلوماتو عمومي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې ادارې د ۱۴۰۵ کال په وري او غويي میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۵ زره او ۷۵۶ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۱۰۸ ښځو په ګډون ۲ زره او ۹۹۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۷۴ ښځو په ګډون ۲ زره او ۷۶۱ نور له هېواده وتلي دي.
سرچینه زیاتوي، بلخوا د ثبت شوو ارقامو له مخې ښکاري چې ۲ زره او ۹۵۸ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۳۷ نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي چې له دې ډلې ۳۷۰ کسان د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدو او پاتې نور د کار په موخه راغلي دي.
د دې ادارې د ثبت شوو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (۱۷۷۳) بهرني وګړي د نیمروز بندر او ورپسې ۹۱۳ کسان د هرات ځمکینو بندرونو او هوايي ډګر، ۲۱۵ کسان د فاریاب د اقینې بندر، ۶۱ کسان د بدخشان د اشکاشم بندر او پاتې نور د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارو هېواد ته راغلي دي.
د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې لیکلي، د حیاتي پېښو د ثبت او بهرنیو وګړو د چارو ریاست په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونه، مړینې، ودونه او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخیستلو او پرېښودو اړوندو خدمتونو وړاندې کولو مسوولیتونه پر غاړه لري.