کندهار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵): کندهار کې ځايي مسوولین وایي چې پاکستاني لوري له بنده خوشي شوي ۱۹۹ افغانان د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې د کډوالو چارو ریاست ته سپارلي دي.
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د کډوالو امر مفتي نعمتالله الفت وایي، په دغو بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د پاکستان د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.
هغه زیاتوي چې دغو کسانو شاوخوا شپږ میاشتې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، خوشي شوي ډېری بندیان د افغانستان د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي.
چارواکي زیاتوي چې دغه شمېر کسان تر ثبت او د لومړنیو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول کېږي.