کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د هرات د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان د دویم بلاک د استخراج تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه تړون چې ۹.۷ کیلومتره مربع ساحه رانغاړي، د ۲۰ میلیونه او ۴۵ زره امریکایي ډالرو په پانګونې د ریډګولډ اسیا د کانکیندنې له شرکت سره لاسلیک شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري د تړون د لاسلیک مراسمو کې ویلي چې یاد تړون د هر ټن مالګې پر وړاندې د ۱۵۰۰ افغانیو رویالټۍ په ټاکلو سره د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.
هغه زیاته کړې چې یاد شرکت به خپلې چارې د کانونو د قانون او نافذه کړنلارو له مخې پر مخ وړي.
د خبرپاڼې له مخې، شرکت به د رویالټۍ پر ورکړې سربېره د ټولنیزو خدمتونو برخه کې ۹۳۰ زره امریکایي ډالر هم ولګوي او شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.