ژبه

غور کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي

نسرین سیدي

جون 5, 2026 - 8:57 am

Views: 3

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵): د غور امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو د چاقاق په تور درې کسان نیول شوي دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري ویلي چې یاد کسان د مرکز فیروزکوه ښار د درېیمې امنیتي حوزې ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه: «دغه اندازه نشه‌يي توکي په یوه لوکسل ډوله موټر کې په ماهرانه توګه پټ ځای پر ځای شوي وو او قاچاق‌کوونکو غوښتل چې له فیروزکوه ښاره یې نامعلوم لوري ته انتقال کړي، خو ونیول شول.»

د غور د پولیسو ویاند هم ویلي چې د نیول شوو کسانو دوسیه به د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.