ژبه

افغان او اوزبېک چارواکو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

احمد صهيب حسرت

جون 5, 2026 - 9:07 am

Views: 20

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ريیس د تاشکند مرستیال والي ته د کابل د سفر بلنه ورکړې او هغه هم ژمنه کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به د یو سوداګریز پلاوي په ملتیا افغانستان ته سفر وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي ريیس سیدکریم هاشمي د تاشکند ښار د مرستیال والي شروف رشیدویچ سره لیدلي دي.

د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې هاشمي د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وروستیو کلونو کې د اوزبېکستان هېواد د بېلابېلو والیانو او سوداګریزو پلاوو کوربه‌توب کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې هغه دغه‌راز د تاشکند ښار مرستیال والي ته د کابل د سفر بلنه ورکړه او رشیدویچ هم ومنله او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکو میاشتو کې به د یو سوداګریز پلاوي په ملتیا کابل ته سفر وکړي.

شروف رشیدویچ هم د افغانستان او اوزبېکستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکاریو او ګډو فعالیتونو د پراختیا هرکلی وکړ او په کابل، بلخ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې یې د اوزبېکستان د سوداګریزو کورونو جوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا یو مهم ګام بللی دی.

هغه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ او هر اړخیزې همکارۍ لپاره به له ټولو شته ظرفیتونو څخه ګټه پورته شي.