ژبه

د فوټسال له ۱۷ کلنو د کم‌عمره ملي لوبډلې انتخابي کمپ لپاره د ايران‌مېشتو افغان لوبغاړو نوملړ اعلان شو

هجرت‌الله کاکړ

جون 5, 2026 - 11:45 am

Views: 3

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې‌ د فوټسال له ۱۷ کلنو د کم‌عمره ملي ټیم د انتخابي کمپ لپاره د ایران‌مېشتو افغان ځوانانو له ډلې د ۱۴ لوبغاړو وروستی نوملړ مشخص شوی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې دغه ۱۴ غوره شوي ځوان لوبغاړي د ایران‌مېشتو افغانانو له ډلې د دغه ټیم د سرروزونکي بهروز جعفري له خوا د انتخابي کمپ لپاره ټاکل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه لوبغاړي به د خپلو اسنادو د پړاوونو له بشپړېدو وروسته کابل ته راشي او د افغانستان له ۱۷ کلنو د کم‌عمره فوټسال ملي ټیم به د وروستي انتخابي کمپ په تمریناتي پړاو کې له هغو نورو لوبغاړو سره یو ځای ګډون وکړي چې د هېواد دننه رابلل شوي دي.

د فوټبال فدراسیون ویلي چې د کابل دغه انتخابي کمپ له بشپړېدو وروسته، چې ژر به ترسره شي، د افغانستان له ۱۷ کلنو د کم عمره فوټسال ملي ټیم وروستی نوملړ به د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د ځوانانو المپیک سیالیو لپاره اعلان شي.