کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت هڅه کوي چې د اوښتو زیانونو د جبران، ترمیم او بیارغونې لپاره د ایران شمتمنۍ د فارس خلیج هېوادونو ته ولېږدوي.
رویټرز د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ، یو ټیم ګومارلی څو هغه لګښتونه وارزوي چې تر اوسه د ایران له لوري د فارس خلیج کې د امریکا متحدینو ته اوښتي دي.
سرچینې زیاته کړې چې متحده ایالتونه به په راتلونکي کې د احتمالي زیانونو د جبران لپاره هم د ایران د شتمنیو د کارولو امکان وڅېړي.
د راپور له مخې، یادې سرچینې نه دي ویلي چې د امریکا د خزانې وزارت د ایران د کوم ډول شتمنیو ارزونه کوي.
دغه راپور یوه ورځ وروسته له هغه خپور شوی چې د ایران د رهبر پوځي سلاکار محسن رضايي له سياېناېن سره په مرکه کې ویلي وو چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې هوکړه د امریکا له لوري د ایران د ۲۴ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ له ازادېدو سره مشروطه ده.
نوموړي خبرداری ورکړی و چې که جګړه بېرته پیل شي، امریکا به «تیاره دهلېز» ته ننوځي.