کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵):د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ سبا، پنجشنبه، د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب پیلېږي.
د فوټبال نړیوال فدراسیون، فیفا، اعلان کړی چې دا د نړیوال جام په تاریخ کې لومړی ځل دی چې درې هېوادونه په ګډه د دغو سیالیو کوربتوب کوي. همدارنګه، دا لومړی ځل دی چې په دې سیالیو کې ۴۸ لوبډلې ګډون کوي.
د فیفا د معلوماتو له مخې، پرانیستونکې لوبه به د مکسیکو او سوېلي افریقا د ملي لوبډلو ترمنځ د مکسیکو ښار په ازتک لوبغالي کې ترسره شي.
په دې پړاو کې به ۴۸ لوبډلې په ۱۲ څلورکسیزو ګروپونو کې سیالي وکړي. د هر ګروپ لومړۍ او دویمه لوبډله او د درېیم مقام لرونکو لوبډلو له ډلې اته غوره لوبډلې به حذفي پړاو ته لار ومومي.
د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام، د ۴۸ لوبډلو او ۱۰۴ لوبو په ترسره کېدو سره، د دې سیالیو د تاریخ تر ټولو لوی پړاو بلل کېږي. سیالۍ به د درېیو کوربه هېوادونو په ۱۶ ښارونو کې ترسره شي.
ټاکل شوې د دې سیالیو پایلوبه د جولای په ۱۹مه د نیویارک/نیو جرسي په لوبغالي کې ترسره شي.
د نړۍ د فوټبال د لویو ستورو حضور، چې په کې د کریسټیانو رونالډو او لیونل مېسي په څېر مشهورې څېرې شاملې دي، د دغو سیالیو جذابیت لا زیات کړی دی.
دغه نړیوال جام له ځینو جنجالونو سره هم مل و.
د امریکا د کورني امنیت وزارت پرون تایید کړې وه چې عمر عبدالقادر آرتان، هغه سومالیایي داور چې ټاکل شوې وه د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې ګډون وکړي، دغه هېواد ته د ننوتو اجازه نه ده ترلاسه کړې.
د یادونې ده چې د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډله د تېر نړیوال جام اتله ده.