ژبه

غزني کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي

واحد الله جمعه زاده

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۸:۴۴

Views: ۳

غزني‌ښار (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې له یوه مسافروړونکي موټر سره د باروړونکي موټر د ټکر له امله دوه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند، ابو خالد سرحدي، پژواک ته وویل، پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د غزني ښار اړوند د روضې کوتل په سیمه کې رامنځته شوې ده.

ده زیاته کړه چې پېښه د یوه ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر او ټېلر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې د ۱۱ ښځو په ګډون ۲۹ کسان ټپیان شوي او ټپیان د درملنې لپاره د غزني ملکي او حوزوي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.