ژبه

تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې ۵۳۵ کورنۍ راستنې شوې دي

هجرت‌الله کاکړ

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۴

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې ۵۳۵ کورنۍ راستنې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې ورځنی راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم دروازې له لارې ۴۶۴ کورنۍ چې ۲۴۳۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۴۱۴ کورنۍ چې ۲۳۲۲ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون او څه باندې ۸۲۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۵۰۳ کورنیو سره په ټولیز ډول څلور میلیون او ۱۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک بندر له لارې هم ۴۴ کورنۍ چې ۲۶۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۳۰ کورنۍ چې ۱۷۳ کسان کېږي، کابل ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره ۵۸۶ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۶۷ کورنیو سره په ټولیز ډول ۵۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۲ کورنۍ چې ۱۸۶ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۸۶۱ مسافر هم ته راستانه شوي دي.

د نغدي مرستې برخه کې له څلورو کورنیو سره په ټولیز ۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې او ۵۲۲ کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۲۱ کورنۍ چې ۵۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۲۱ کورنیو سره ۱۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۹۴ کورنۍ چې ۵۷۶ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې څه باندې ۳۳۶ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۵۳۵ کورنۍ چې ۲۹۴۷ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۵۳۸ کورنۍ چې ۳۰۷۱ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۵۹۵ کورنیو سره مرستې شوې دي.