ژبه

د کډوالو وزارت د څه باندې ۱.۶ میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

هجرت‌الله کاکړ

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۳

Views: ۳

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د بشري مرستو د همغږۍ له یوې موسسې سره يې د څه باندې یو میلیون او ۶۳۱ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بشري مرستو د همغږۍ له یوې موسسې سره يې د یو میلیون ۶۳۱ زره او ۱۸۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

سرچینې لیکلي، د هوکړه‌لیک له مخې دغه پیسې به په بلخ، جوزجان، سرپل، بغلان، کندوز، تخار،  فاریاب، هرات، ننګرهار، لغمان، کونړ، فراه، خوست، پکتیکا، پکتیا او بامیانو ولایتونو کې ۶۱ زره او ۹۸۷ بېځایه شوو، راستنو شوو کسانو او کوربه ټولنو ته د ژوند ملاتړو او کارموندنو برخو کې مصرف شي.

خبرپاڼه کې راغلي، دا به د مناسبو کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د هېواد په اقتصادي وده، د وړ کسانو د جذب او ناقانونه کډوالۍ په کمولو کې رغنده رول ولري او همدارنګه د کډوالو د ژوند ښه‌والي کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له مهمو هڅو شېرل کېږي.