ژبه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې له هند څخه ماتې وخوړه

Ahmad sohaib

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۲۰:۳۱

Views: ۲

 

کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په دویمه لوبه کې له هند څخه ماتې وخوړه.

نننې لوبه چې په هند کې ترسره شوه پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

په دغه لوبه کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ٥٠م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ٤٠٢ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې ننګیال خروټي څلور، راشد خان درې، سلیم ساپي او الله محمد غضنفر د هند يو_ یو لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړای شو او په ٤٥م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ٢٣٢ منډې وکړې او د ١٧٠ منډو په توپیر یې هند ته لوبه وبلله.

په دغه لوبه کې رحمت شاه ٧٩، صدیق الله اتل ٤٢، رحمن الله ګربز ٤١ او ابراهیم ځدراڼ ٢١ منډې وکړې.

د یادونې وړ ده، هند په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړې وه.