ژبه

متحده عربي اماراتو له ۱۵ کلونو د کم‌عمره ماشومانو له خوا د ټولنیزو شبکو پر کارېدو بنديز لکولی

احمدصهیب حسرت

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۹

Views: ۲۷

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵): متحده عربي اماراتو د نوو مقرراتو په تصویب سره له ۱۵ کلونو د کم‌عمره ماشومانو له خوا د ټولنیزو شبکو کارول منعه کړي او د ټکنالوجۍ شرکتونه یې مکلف کړي څو د عمر د تایید سیسټمونو له لارې د دې عمر‌ي ډلې د کارن‌حسابونو جوړېدو او فعالیت مخه ونیسي.

د رویټرز د راپور له مخې، د دغو مقرراتو پر بنسټ چې د پنجشنبې په ورځ تصویب شول، له ۱۵ کلونو کم‌عمره ماشومان به په ټولنیزو شبکو کې د شخصي حسابونو جوړولو، کارولو او مدیریت اجازه ونه لري.

سرچینې لیکلي چې هغوی به همداراز د محتوا د خپرولو، نظر لیکلو، د مطالبو شریکولو او یا هم له عامه ډلو سره د یوځای کېدو اجازه ونه لري.

اماراتي چارواکو ویلي، دغه پرېکړه د نامناسبو محتواوو، ناامنه انلاین اړیکو، د ټولنیزو شبکو له ډېر استعمال او د ماشومانو د شخصي معلوماتو د ناوړه استفادې پر وړاندې د هغوی د خوندیتوب لپاره شوې ده.

د دغو مقرراتو له مخې، ۱۵ او ۱۶ کلن تنکي ځوانان به یوازې هغه مهال د ټولنیزو شبکو کارولو اجازه ولري چې ځانګړي حفاظتي تدابیر، لکه د عمر له کچې سره سم د محتوا کنټرول، له ناپېژندو کسانو سره د اړیکو محدودول، د وخت د مدیریت وسایل او د والدینو څارنه په پام کې ونیول شي.

په راپور کې راغلي چې دغه قوانین په اماراتو کې ټول فعال پلټفورمونه رانغاړي او شرکتونه مکلفوي چې د عمر د تایید لپاره له پرمختللو ټکنالوجیو، لکه ډیجیټلي هویت او د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ له وسایلو کار واخلي. یوازې د کاروونکو له خوا د عمر اعلانول به د هویت د تایید لپاره بسنه ونه کړي.

د راپور د معلوماتو له مخې، د ټولنیزو شبکو شرکتونه هم مکلف دي چې له ۱۵ کلونو څخه د کم‌عمره ماشومانو حسابونه وتړي، د عمر د تایید د سیسټمونو د تېرایستلو مخه ونیسي او د ماشومانو له شخصي معلوماتو څخه د هدفمندو اعلانونو یا د چلند د تحلیل لپاره کار وانخلي.

د اماراتو حکومت اعلان کړی چې د ټکنالوجۍ شرکتونه ۱۲ میاشتې وخت لري څو ځانونه له نوو مقرراتو سره برابر کړي.

متحده عربي امارات لومړنی عربي هېواد دی چې د ټولنیزو شبکو د کارولو لپاره یې لږ تر لږه عمر ټاکلی دی. دغه اقدام په داسې حال کې کېږي چې د استرالیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو په ګډون د نړۍ ځینې نور هېوادونه هم د ماشومانو پر رواني روغتیا او امنیت د ټولنیزو شبکو د اغېزو په اړه د اندېښنو له امله ورته محدودیتونه لګوي.