ژبه

په پنجشېر کې په دولتي ادارو کې د ځیرکو ټیلیفونونو کارول منع شول

فرید تنها

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۳:۳۵

Views: ۷

پاراخ (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د دغه ولایت په محلي ادارو کې د ځیرکو (سمارټ) ټیلیفونونو کارول منع شوي دي.

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه د اسلامي امارت د رهبرۍ د «شفاهي لارښوونې» پر بنسټ شوې او د ولایت مشرتابه ټینګار کړی چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو، احکامو او فرمانونو په پلي کولو کې به هېڅ ډول ناغېړي ونه شي.

د خبرپاڼې له مخې، د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم د دغه ولایت ملکي او نظامي مسؤولینو ته سپارښتنه کړې چې هېڅ ملکي او نظامي کارکوونکي ته اجازه ورنه کړي چې په محلي ادارو کې له ځیرکو ټیلیفونونو کار واخلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، که له دې لارښوونې سرغړونه ولیدل شي، له سرغړوونکي کارکوونکي سره به د قانون له مخې چلند وشي.

د پنجشېر د رسنیو دفتر زیاته کړې چې تر دې مخکې هم د دغه ولایت د محلي ادارو د ملکي او نظامي کارکوونکو ترمنځ د ځیرکو ټیلیفونونو کارول منع وو او د دې پرېکړې د پلي کېدو بهیر تر څارنې لاندې و.

د سرچینې په وینا، په اداري مراسلاتو او رسمي چارو کې له کمپیوټرونو څخه کار اخیستل کېږي.