کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې د درېیو ښځو، یوه ماشوم او د الجزیرې شبکې د یو خبریال په ګډون لږ تر لږه نهو کسانوژوند له لاسه ورکړی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې د غزې ښار د صبرې په سیمه کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ د اسراییلو په هوايي برید کې د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون څلورو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او په دغه برید کې یوه ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې او څو نور کسان ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د غزې په شمال کې په بیتلاهیا ښار کې یوې ښځې د اسراییلو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړی او دغهراز د غزې په جنوب کې پر خانیونس ښار د اسراییلو په یوه بل هوايي برید کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د غزې په مرکز کې د البریج کډوالو پر کمپ د اسراییلو په یوه برید کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې د الجزیرې شبکې تصویر اخیستونکی «احمد ویشه» هم په کې شامل دی.
الجزیرې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د احمد ویشه ژوند له لاسه ورکول «یو بوږنوونکی جنایت» بللی او ویلي یې دي چې شاوخوا دوې میاشتې مخکې د هغه ورور محمد ویشه، چې هغه هم د دې شبکې خبریال و، خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د فلسطین د خبریالانو ټولنې دغه برید غندلی او د خبریالانو پر وړاندې د بریدونو په تړاو یې د اسراییلو د مشرانو د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده. دغه بنسټ وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د جګړې له پیله تر اوسه نږدې ۳۰۰ فلسطیني خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د اوربند له ټینګېدو راهیسې تر اوسه په غزه کې تر زرو ډېر فلسطینیانو د اسراییلو په بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.