کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې فرانسې له عراق، ارجنټاین له اتریش او ناروې له سینیګال څخه لوبې وګټلې.
د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب روانې دي.
د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام تېره شپه د فرانسې او عراق، ناروې او سینیګال، ارجنټاین او اتریش لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې یوه لوبه د فرانسې او عراق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ۳ پر صفر فرانسې وګټله.
په دې لوبه کې د فرانسې لپاره کیلیا امباپه دوه ګولونه ووهل، یو یې د لوبې په ۱۴مه دقیقه او بل یې په ۵۴مه دقیقه کې ترلاسه کړ، همدارنګه درېیم ګول بیا عثمان ډیمبیلې په ۶۶مه دقیقه کې وواهه.
دغهراز، په نړۍوال جام کې بیا بله لوبه د ناروې او سینیګال لوبډلو ترمنځ وه چې ۳ پر ۲ ناروې وګټله.
د ناروې لوبډلې په ګټه مارکوس هولمګرین پیډرس د لوبې په ۴۳مه دقیقه کې لومړی ګول وواهه، همدارنګه ارلینګ هالنډ په ۴۸مه او ۵۸مه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل.
دغهراز، د سینیګال لوبډلې لپاره اسماعیلا سار دوه ګولونه وکړل.
په یادو سیالیو کې د ارجنټاین او اتریش لوبډلو ترمنځ هم لوبه وه چې ۲ پر صفر ارجنټاین وګټله او په دغو سیالیو کې یې بل پړوا ته لار پیدا کړه.
د ارجنټاین لپاره مسي د لوبې په ۳۸مه دقیقه کې لومړی ګول او د ۹۰+۵ اضافي وخت په پنځمه دقیقه کې دویم ګول وواهه.