کابل (پژواک، ٢١ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په څلورمه لوبه کې ایرلنډ ته د ٤٢ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د نننې لوبې پچه د ایرلنډ لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د افغانستان پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ٥٠ اورونو کې یې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٤٣ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې صدیق الله اتل ١٤٣ او ابراهیم ځدراڼ ١٠٧ منډې وکړې.
د ایرلنډ لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړای شو او په ٤٨م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٠١ منډې وکړې او د ٤٢ منډو په توپیر یې له افغانستان څخه ماتې وخوړه.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې یمین احمدزی څلور، راشد خان درې، عظمت الله عمرزی دوه او الله محمد غضنفر د ایرلنډ یو لوبغاړی وسوځول.
دغه راز افغانستان د دې لوبې په ګټلو سره په دغه لوبلړۍ کې له ایرلنډ لوبډلې څخه ٣ پر صفر مخکې شوه.