ژبه

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د قطر د ګازو تاسیساتو چاودنه کې پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني څرګنده کړه

احمد صهیب حسرت

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۹

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د قطر په راس لفان صنعتي ښار کې د ګازو په تاسیساتو کې د چاودنې له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبله خواشینې ښودلې ده.

د راپورونو له مخ، تېره ورځ د قطر په راس لفان صنعتي ښار کې د مایع طبیعي ګاز(LNG)   د پروسس په اصلي تاسیساتو کې چاودنه شوې وه چې له امله ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور ټپيان شول.

یاد ښار د دوحې شمال ته په شاوخوا ۸۰ کیلومترۍ موقعیت لري او نړۍ ته د مایع طبیعي ګاز (LNG)  د صادراتو تر ټولو ستر مرکز دی او د نړۍ نږدې پنځمه برخه ګاز تولیدوي.

د افغانستان د د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د قطر له دولت، ولس او د قربانیانو له کورنیو سره په دې غمیزه کې ځان شریک بولي او هغوی ته یې د ډاډګېرنې او غمرازۍ مراتب وړاندې کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دغه‌راز د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر او زغم غوښتنه کړې او د دې دردوونکې پېښې له امله یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.