ژبه

د فوټبال نړۍوال جام؛ پرتګال، کرواسی او کولمبیا لوبې وګټلې

پژواک

۳ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۷

Views: ۳۳

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې پرتګال له اوزبېکستان، کرواسی له پاناما او کولمبیا له ګانکو لوبې وګټلې، انګیستان او ګانا لوبه مساوي کړه.

د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي.

د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام تېره شپه د پرتګال او اوزبېکستان، د انګلیستان او ګانا، کرواسی او پاناما، د کولمبیا او کانګو لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې یوه لوبه د پرتګال او اوزبېکستان لوبډلو ترمنځ وشوه چې ۵ پر صفر پرتګال وګټله.

په دې لوبه کې د پرتګال لپاره رونالډو د لوبې په شپږمه د قیقه کې لومړۍ او په ۳۹مه دقیقه کې یې دویم ګول وواهه، نونو مېندېش د لوبې په ۱۷مه دقیقه کې او رافایل لېاو په ۸۷مه دقیقه کې یو- یو ګول ترلاسه کړ.

دغه‌راز، په نړۍوال جام کې بیا بله لوبه د انګلیستان او ګانا لوبډلو ترمنځ وشوه چې صفر پر صفر مساوي پای ته ورسېده.

په یادو سیالیو کې د کرواسی او پاناما لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې یو پر صفر کرواسی وګټله.

په دې لوبه کې د کرواسی لپاره یوازینې ګول انټې بودیمیر د لوبې په ۵۴مه دقیقه ترلاسه کړ.

دغه راز په یادو سیالیو کې د کولمبیا او کانګو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې یو پر صفر کوکمبیا وګټله.

د کولمبیا لوبډلې لپاره یوازېنې ګول د لوبې په ۷۶مه دقیقه کې دانیل مونیوز وواهه.