هرات (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۵): په هرات کې یو شمېر بڼوال د خپلو بڼونو د حاصلاتو پر ډېرېدو خوښي څرګندوي خو د معیاري سړو خونو کمښت، د څاڅکي (قطرهیي) اوبولګولو له سیسټم سره نابلدتیا او بازارونو ته محدود لاسرسی خپلې عمده ستونزې بولي او د حل غوښتنه یې کوي.
د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ولایت د شاوخوا ۴۰۰ زره هکټاره کرنیزې ځمکې او له ۲۸ زره هکټاره د ډېرو مېوهلرونکو بڼونو په لرلو سره د افغانستان له مهمو کرنیزو او بڼوالۍ مرکزونو شمېرل کېږي. په دغه ولایت کې د غنمو، زعفرانو، انګورو، انارو، بادامو، زردالو، شفتالو او پستې په ګډون بېلابېل کرنیز محصولات تولیدېږي او زرګونه کورنۍ له همدې لارې خپل ژوند پر مخ وړي.
د هرات یو شمېر بڼوال سږ کال د تازه مېوو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي
د کرخ ولسوالۍ یوه بڼوال عبدالظاهر پژواک ته وویل، سږ کال د هرات هوا د تېرو کلونو په پرتله ډېره ښه وه او همدې چارې یې پر کرنیزو حاصلاتو مثبت اغېز کړی دی.

هغه چې پر دوهنیم جریب ځمکه د شفتالو، الو او ګیلاس بڼ لري، زیاته کړه چې تېر کال یې تر درې ټنه حاصل ترلاسه کړی و، خو د ده د اټکل له مخې به یې سږ کال حاصلات له پنځو ټنو هم واوړي.
نوموړي وویل، که بزګرانو او بڼوالو ته د څاڅکي اوبولګولو سیسټم برخه کې روزنه ورکړل شي، حاصلات به یې لا ډېر شي. هغه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له ریاسته وغوښتل چې دې برخې ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
بل لور ته، د هرات ښار اوسېدونکی او یو بل بڼوال غلاممحمد چې شپږ جریبه د انګورو بڼ لري، هم د سږ کال له حاصلاتو خوښ دی او وایي چې د تېر کال په پرتله به ښه حاصل ترلاسه کړي.

خو هغه د معیاري سړو خونو نشتوالی او نړۍوالو بازارونو ته محدود لاسرسی د بڼوالو او ځمکوالو له مهمو ستونزو ګڼي.
هغه له اسلامي امارته وغوښتل: «زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې د څاڅکي اوبولګولو سیسټم په اړه روزنه راکړي، اړین وسایل یې زموږ په واک کې راکړي، معیاري سړې خونې جوړې کړي او بهرنیو هېوادونو ته د مېوو صادراتو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.»
د دغو بڼوالو په باور، که شته ستونزو ته رسېدنه وشي، په دغه ولایت کې به د مېوو حاصلات نور هم زیات شي او ورسره به د بڼوالو او ځمکوالو اقتصادي وضعیت ښه او د هېواد پر اقتصاد به هم مثبت اغېز ولري.
د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو متخصص نصیراحمد قاضيزاده وایي، هرات د څه باندې ۲۸ زره هکټاره مېوه لرونکو بڼونو په لرلو سره د هېواد د تازه مېوو له مهمو تولیدوونکو مرکزونو دی او هر کال په کې د انګورو، انارو، زردالو، الو، مڼو او شفتالو په ګډون زرګونه ټنه مېوه راټولېږي.
د هغه په باور، هر څومره چې د هوا شرایط مناسب او ورښتونه زیات وي، په هماغه اندازه به کرنیز او بڼوالیز حاصلات هم ډېر شي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیوي رییس محمدیوسف امین وایي، د روان کال له پیله راهیسې تر اوسه له دغه ولایته ۲۴ ټنه مڼې بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دي.
هغه زیاته کړه، دغه اداره د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي، د نوو نړۍوالو بازارونو د موندلو، د ترانزیټي اسانتیاوو د پراختیا او د ګمرکي چارو د چټکتیا لپاره هڅې کوي، څو نړۍوالو بازارونو ته د هرات د تولیداتو د پراخ حضور زمینه برابره شي.

همدارنګه، د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل: «ځايي اداره د کرنې سکټور د ودې ملاتړ کوي او د صادراتو د پیاوړتیا لپاره یې پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي.»
د هغه په خبره، د بڼوالو او ځمکوالو د ستونزو د حل لپاره داسې پروګرامونه پیل شوي چې له مخې به یې اړینې زیربناوې رامنځته او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو کچه لوړه شي.